د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1404/12/2 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغان نساجۍ امارتي شرکت، د خپل ملکیت پامير کمپلکس سوداګریز مارکېټ تړون چې د کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند د سینمای پامير په ساحه کې موقعيت لري، د قراردادي له لوري د پرلپسې سرغړونو او د محترم مقام د (۱۰۰۳) شمېرې لارښود پاڼې له مخې فسخ شوی دی؛ پر همدې بنسټ د ياد مارکېټ هټۍ د روان کال د کب میاشت تر ۱۰مې نېټې پورې، د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپاري. د دویم پوړ د هټیو داوطلبي پر ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ نېټه، د یکشنبې ورځ، د افغان نساجۍ امارتي شرکت د کنفرانسونو په خونه کې جوړېږي. پته: د افغان نساجۍ امارتي شرکت، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلورلارې، د خوشحال خان مېنې عمومي سړک ـ کابل