د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس هند هېواد ته سفر وکړ
1405/6/25 00:00
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس هند هېواد ته سفر وکړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم د فاضلابو د مدیریت او تصفیې په برخه کې د معاصرو تخنیکي سیستمونو د پېژندنې او اړوندو تجربو د ترلاسه کولو په موخه هند هېواد ته سفر وکړ.
 
په دغه سفر کې به د یاد هېواد له دولتي ادارو او خصوصي شرکتونو سره د ناستو سربېره، د فاضلابو د تصفیې په برخه کې له عملي پروژو او نوې ټکنالوژۍ څخه هم لیدنه وشي.
 
د یادونې وړ ده چې د فاضلابو د تصفیې په برخه کې د اغېزمنو تجربو ترلاسه کولو په موخه په دغه سفر کې د فاضلابو چارو رئیس، انجنیر فایق‌الله جمال او د فاضلابو ریاست انجنیر، مسعود ظفر هم د شرکت له اجرائیوي رئیس سره ملتیا کوي.