د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او ایکوسنتریک شرکت ترمنځ د همکارۍ ناسته وشوه
1405/6/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او ایکوسنتریک شرکت ترمنځ د همکارۍ ناسته وشوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او ایکوسنتریک شرکت ترمنځ د اوبو رسولو د معیاري پروژو د پراختیا او پلي کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ ناسته وشوه.
 
د ایکوسنتریک شرکت استازي، ښاغلي جولین د دغه شرکت د فعالیتونو او تجربو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې ایکوسنتریک د اوبو رسولو د پروژو پلي کولو په برخه کې څوکلنه تجربه لري او چمتو دی چې د افغانستان د اوبو رسولو په پروژو کې همکاري وکړي.
 
همدارنګه، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو رسولو متخصص، ښاغلي کیګن د ایکوسنتریک شرکت تجربو ته په اشارې سره، دغه شرکت د اوبو رسولو د معیاري خدمتونو د پراختیا لپاره مناسب همکار وباله.
 
همداراز د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مالي او حسابي رئیس، ضیاءالحق همتي د شرکت د تاریخچې، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
ورپسې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس او د اجرائیوي ریاست وارسي کوونکي، شیخ سمیع‌الله نورستاني د ایکوسنتریک شرکت د معرفي کولو په برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت یو خدماتي بنسټ دی او د هېواد د وګړو لپاره د اغېزمنو، معیاري او دوامدارو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو له همکاریو هرکلی کوي.
 
د غونډې په پای کې هوکړه وشوه چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت معلومات او اړتیاوې له ایکوسنتریک سره شریکې شي، څو په راتلونکو ناستو کې د لا نورو همکاریو په اړه بحث وشي.