د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کندهار عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته برېښنا ونښلول شوه
1405/6/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د کندهار عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته برېښنا ونښلول شوه
 
د کندهار برېښنا ریاست عملیاتي څانګې له لوري د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته د برېښنا شبکه بشپړه او د برېښنا له عمومي شبکې سره ونښلول شوه.
 
دې سره یاد روغتون د لومړي ځل لپاره له ډاډمنې برېښنا برخمن شو او ورسره د لوړ لګښتونو مخنیوی وشو.
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت د هېواد روغتیايي، ښوونیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو کې د برېښنا رسونې ته ژمن دی، چې د برېښنا رالېږد لویو پروژو بشپړیدو سره به دا بهیر چټک او پیاوړی شي.