په بلخ کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د ارزاقو سوداګریز مارکېټ په ۹۲۴۲ متر مربع ځمکه، په دوو پوړونو او ۱۱ بلاکونو کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد سوداګریز مارکېټ د ګټې اخیستنې په جوړو شوو مراسمو کې د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالرازق رفیع وویل چې د دغه مارکېټ پرانیستل د شرکت د عوایدو د لوړولو، د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه ده.
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له سیمهییزو سوداګرو وغوښتل چې د ارزاقو امارتي شرکت په چوکاټ کې خپلې پانګونې ترسره کړي او د هېوادوالو د خدمت په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
همداراز د بلخ ولایت مسؤلینو په خپلو ویناوو کې د دغه مارکېټ پرانیستل د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ.