د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د افغانستان - ازبېکستان په ګډ نندارتون کې ګډون وکړ
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د ازبېکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او ازبېکستان د سپکو صنایعو د تولیداتو په لومړي ګډ نندارتون کې ګډون وکړ او د نورو افغان شرکتونو او سوداګرو ترڅنګ یې خپل سوداګریز محصولات او ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړل.
په دغه نندارتون کې شاوخوا ۶۳ غرفې جوړې شوې چې له ډلې یې ۳۰ غرفې افغانانو ته ځانګړې شوې؛ په دې غرفو کې د افغانستان بېلابېل محصولات، لکه د ډبرو سکاره، غالۍ، لاسي صنایع، جامې، چرمي توکي، زعفران، وچې مېوې او نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.
د دغه نندارتون جوړېدل د افغانستان د تولیداتو د معرفي کولو، د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پېرېدونکو د پېژندنې، د بازارموندنې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.
همدارنګه، د نندارتون په څنډه کې د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو او شرکتونو د استازو ترمنځ بېلابېلې ناستې او سوداګریزې لیدنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د نویو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.