د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه تر سره شوه
1405/6/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه تر سره شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محمد خالد نذیز مروان په شتون کې د مدیره پلاوي غونډه د یاد پلاوي د رئیس، مولوي شاکر په مشرۍ ترسره شوه.
 
په غونډه کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز مالي کال د دویمې ربعې د ترسره شوو فعالیتونو او د ټاکل شوو موخو د تحقق راپور وړاندې شو، چې له هر اړخیز بحث او ارزونې وروسته د مدیره پلاوي له لوري منظور شو.
 
همداراز د شرکت د راتلونکو فعالیتونو، د منظور شوو پلانونو د مؤثر تطبیق، د چارو پر وخت ترسره کولو او د موجوده ظرفیتونو د لا اغېزمنې استفادې په اړه بحث وشو او اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
 
مدیره پلاوي له غونډې وروسته، د شرکت له بېلابېلو تخنیکي او تولیدي برخو سربېره د خوندي اسنادو د ډیزاین او چاپ بهیر، تولیدي فعالیتونه، تخنیکي ظرفیتونه او د چارو د ترسره کېدو له څرنګوالي څخه هم لیدنې ترسره کړې.