د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په هند کې د ا.ا.ا سفیر سره ولیدل
1405/6/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په هند کې د ا.ا.ا سفیر سره ولیدل 

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم په هند کې د ا.ا.ا سفیر، مفتي نور احمد نور سره لیدنه وکړه. 

په دې لیدنه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس هند ته د دغه سفر د موخو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له ښاغلي سفیر څخه یې وغوښتل چې له اړوندو مسؤولینو سره د لیدنو د همغږۍ او تنظیم په برخه کې لازمه همکاري وکړي. 

همداراز په هند کې د ا.ا.ا سفیر، مفتي نور احمد نور د شرکت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د فاضلابو په برخه کې به له اړوندو مسؤولینو او د هند له دولتي او خصوصي بنسټونو سره د لیدنو زمینه برابره کړي. 

ښاغلي نور وویل چې د فاضلابو د تصفیې له مرکزونو او تأسیساتو، مدیریتي سیستمونو او کانالیزاسیون شبکو څخه د لیدنې زمینه به هم برابره کړي، ترڅو په دې برخه کې له شته تجربو او ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شي.