د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران هېواد د نفت او ګاز له وزیر سره ولیدل
1405/6/28 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران هېواد د نفت او ګاز له وزیر سره ولیدل 

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، مولوي احمد جان بلال د نفت او ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، محمد نصیر رحیمي په ملتیا، ایران ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د نفت او ګاز له وزیر، محسن پاک نژاد سره لیدنه وکړه. 

د لیدنې پرمهال د نفت او ګازو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو او ګازو د برابرولو، په دغې برخه کې د مسلکي او تخنیکي زدکړو او د اکتشاف په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. 

همدارنګه ښاغلي بلال او ورسره مل پلاوي د نفت او ګاز وزارت له څېړنیز مرکز او د تهران د نفتو تصفیې خونو سربېره، د یادو مرکزونو له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو او امکاناتو څخه هم لیدنه وکړه. 

د یادې لیدنې پرمهال ایراني لوري په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ، لازمې همغږۍ او د ګډو همکاریو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. 

د یادونې وړ ده چې د دغې لیدنې په پای کې له دواړو لوریو ګډ تخنیکي ټیمونه معرفي شول، ترڅو د همکاریو د عملي کولو په موخه اړوندې چارې او لازمې همغږۍ ترسره کړي.