د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا انرژۍ لېږد پروژې په تړاو ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار په خپل کاري دفتر کې د TAP پروژې له رئیس، مراد ارتیکوف او مل پلاوي سره وکتل او د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا انرژۍ لېږد پروژې چارو چټکتيا، پرمختګونو او يو شمېر نورو پروژو پلي کېدو څرنګوالي په تړاو يې تفصيلي خبرې وکړې.
همداراز، په هرات ولایت کې د نورالجهاد سبسټېشن د پاتې چارو پر بشپړولو، بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ د برېښنا انرژۍ پر تأمین او د TAP پروژې چارو پر عملي کېدو او څرنګوالي هم هر اړخیز بحث وشو.
ترکمنستاني پلاوي د TAP پروژې پلي کېدو ته لېوالتيا څرګنده کړه او نږدې راتلونکې کې يې د دې پروژې د لومړنۍ لار نقشې د تائيد يادونه هم وکړه.
د ناستې په پای کې ترکمنستاني پلاوي هرات کې د نورالجهاد سبسټېشن نيمګړو چارو پر بشپړولو، د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ ته برېښنا انرژۍ تأمین او اړوندو پراختيايي پروژو کې د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.