د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره ولیدل
1405/6/29 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره ولیدل
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال له ایراني چارواکو سره د لیدنو پر دوام د یاد هېواد د انرژۍ له وزیر عباس علي‌آبادي سره ولیدل.
 
 په دې لیدنه کې چې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم ګډون درلود، د برېښنا او انرژۍ، د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د فاضلابو د تصفیه خونو جوړولو په برخه کې د ګډو همکاریو او اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو.
 
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي آبادي وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې د همکاریو لپاره چمتو دی، ترڅو د فني او مسلکي خدماتو په برخه کې د افغان تخنیکي کادرونو د روزنې او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
ښاغلي علي آبادي زیاته کړه چې د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه، دغه هېواد ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې د برېښنا برابرولو لپاره چمتوالی لري.
 
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د یادې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
په پای کې ښاغلي بلال د تهران د اوبو او فاضلابو له سترو تصفیه خونو څخه هم لیدنې ترسره کړې.