د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ
1405/6/29 00:00
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالله اعزام او ورسره مل پلاوي، کندز ولایت د سفر په ترڅ کې د یاد شرکت له استازولۍ څخه لیدنه وکړه.
 
د لیدنې په پیل کې ښاغلي اعزام د کندز ولایت د استازولۍ د کارکوونکو ترسره کړي فعالیتونه وستایل او د لا پرمختګ لپاره یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې.
 
نوموړي د کندز ولایت د استازولۍ له موجوده ګدامونو سربېره د اورته‌بلاقي فارم او له هغې لس جریبه ځمکې څخه هم لیدنه وکړه چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري د سړې خونې د جوړېدلو لپاره ځانګړې شوې ده.