د افغان تور امارتي شرکت په کندز ولایت کې خپل فعالیت پیل کړ
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان تور امارتي شرکت بهرني او کورنیو سیلانیانو او ګرځندویانو ته د سیاحتي چوپړتیاوو برابرولو په موخه، په کندز ولایت کې خپل آمریت پرانېست.
د دغه آمریت په فعالېدو سره به په کندز ولایت کې بهرنیو او کورنیو سیلانیانو ته د سیاحتي چوپړتیاوو وړاندې کولو او د ګرځندوی صنعت د پراختیا او ودې په برخه کې ګڼ پرمختګونه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې د افغان تور امارتي شرکت به په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه دغه لړۍ ځینو نورو ولایتونو ته هم وغځوي.