د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا شرکت رهبري او غضنفر انرژۍ شرکت اجرائیوي رئیس ترمنځ ناسته وشوه
1404/12/4 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار، د غضنفر انرژۍ شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي ایرهان مصطفی چیتونوک سره د نوې کېدونکو برېښنا تولید پروژو لومړنیو پرمختګونو په اړه د همغږۍ ناسته وکړه. په یاده ناسته کې د غضنفر انرژۍ شرکت له مسئولینو سره د افغانستان برېښنا شرکت پانګونې او پلان ریاستونو ترمنځ شویو ناستو کې د همغږۍ پرمختګونو په اړه خبرې وشوې او د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو. ښاغلي ایرهان مصطفی چیتونوک، دوی سره د افغانستان برېښنا شرکت له لوري شوې همکارۍ وستایلې او د همکاریو پراختیا په پار یې مننه وکړه. ښاغلي چیتونوک دا یادونه هم وکړه چې شبرغان کې له ګازو څخه د برېښنا تولید پروژې چټک تطبیق لپاره یې اړین تخنیکي تجهیزات او ماشینونه پېرودلي، چې د اړوند پړاوونو له بشپړونې وروسته به افغانستان ته راولېږدول شي. د افغانستان برېښنا شرکت له غضنفر انرژۍ سره شبرغان کې له ګازو د برېښنا تولید پروژې سربېره پلازمېنه کابل، لوګر او بلخ ولایتونو کې د لمریزې برېښنا تولید درېوو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي، چې له مخې به یې له لومړنیو تخنیکي ارزونو وروسته د پروژو عملي کار پیل شي.