د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند د کور جوړونې او ښاري چارو له وزیر سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره د ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه وکړه.
د ناستې په پیل کې د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت استازي د یوه پریزنټېشن له لارې د ښاري فاضلابو سیستمونو، د مدیریت څرنګوالي او د دغه وزارت د پراختیايي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ نوموړي همدارنګه د دغه وزارت د ځینو پروژو، په ځانګړي ډول د امروت (AMRUT) پروژې په اړه د شرکت پلاوي ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت چارواکو د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د فاضلابو د تصفیې د مرکزونو، په ځانګړي ډول د حوضي سیستمونو د جوړولو، او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کارکوونکو د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخو کې به لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم، د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له چارواکو څخه د همکاریو چمتووالي له امله مننه وکړه.
په پای کې ښاغلي کظیم په تخصصي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د مسلکي تجربو او پوهې پر شریکولو، د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو، د فاضلابو د تصفیې د تأسیساتو پر جوړولو او پراختیا په برخه کې د هند له تجربو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.