د امارتي شرکتونو عمومي رئیس او ایراني چارواکو د کرنې په برخه کې د همکاریو پراختیا په موخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال ایران هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د کرنې له وزیر غلامرضا نوري سره د کرنې په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو، تجربو شریکولو او د اړیکو لا پیاوړتیا په موخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پرمهال د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو، اصلاح شویو تخمونو، د چرګانو دانې او د یو ورځنیو چرګوړو د وارداتو په برخه کې د همکاریو لپاره چمتوالی وښود.
همداراز ښاغلي نوري د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا په صورت کې د نویو سیلوګانو جوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د لیدنې په ترڅ کې مولوي احمدجان بلال د ګډو همکاریو عملي کولو، د کرنیز سکټور پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی بلال به په دغه سفر کې د ایران هېواد د بېلابېلو پراختیايي او اقتصادي ادارو له چارواکو او مسؤولینو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه خپلو لیدنو ته دوام ورکړي.