د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند د سوي ګدام ساحه، چې څلور نیم جریبه (۴.۵) سپینه ځمکه ده 

1405/6/29 00:00
Mumtaz خبرونه

د دواطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند د سوي ګدام ساحه، چې څلور نیم جریبه (۴.۵) سپینه ځمکه ده او د ګردیز ښار د مستوفیت په سوېل (جنوب) لوري کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
 
هغه شرکتونه، ادارې او اشخاص، چې د داوطلبۍ پر شرایطو برابر وي او غواړي یاد ملکیت په کرایه ونیسي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري.
 
یادونه: غوښتونکي دې د داوطلبۍ شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او د داوطلبۍ په ورځ دې حاضر شي.
 
د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۷۷۸۱۷۰۹۹