د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس د افغانستان او ازبیکستان د سپکو صنایعو نندارتون کې ګډون وکړ
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مولوي سید نیک محمد معتصم د افغانستان او ازبیکستان د سپکو صنایعو لومړني ګډ نندارتون کې ګډون وکړ؛ یاد نندارتون د ازبکستان د ترمز ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې جوړ او د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر صنعتي تولیدات، سوداګریز توکي او محصولات پکې نندارې ته وړاندې شول.
په دغه نندارتون کې د ښاغلي معتصم د ګډون موخه د ازبیکستان هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره د اړیکو پراخول او د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د نویو فرصتونو موندل په ګوته شوې دي.
د دغه نندارتون په لړ کې بېلابېلو سوداګرو لېوالتیا ښودلې چې په راتلونکي کې د شرکت د خدمتونو د پیاوړې کولو په موخه د اړوندې ادارې په همغږۍ او همکارۍ اوړه، غوړي، نخود، لوبیا، بوره، چای او د نورو اړینو خوراکي توکو د واردولو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي ترڅو د سوداګریزو پروګرامونو او نندارتونونو له لارې د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره له شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.