د افغان ګاز امارتي شرکت او غضنفر ګروپ ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت د مسؤولینو او د غضنفر ګروپ د تخنیکي ټیم ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي اخترمحمد منصور د غضنفر ګروپ تخنیکي ټیم ته د دغه امارتي شرکت د فعالیتونو د څرنګوالي، د ګازو د استخراج، پروسېس او مصرفوونکو ته یې د صادرولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د دواړو لوریو ترمنځ له خبرو او هوکړې وروسته، د ۲۹ جریبه ځمکې د کرایې په اړه چې د غضنفر ګروپ له لوري به پرې د برېښنا د تولید توربین جوړېږي، د قرارداد مسوده چمتو او د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت اړوند مقام ته ولېږدول شوه.
په پای کې دواړو لوریو د ګډو هڅو او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او د مطرح شویو پلانونو د عملي کېدو په اړه تر بحث وروسته، یاده ناسته پای ته ورسېده.