د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت خپله ۱۹۵.۵ متره مربع ځمکه چې د کابل ښار، شهرنو سیمه کې موقعیت لري د پانګونې لپاره وړاندې کوي.
د پانګونې د جذب خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت خپله ۱۹۵.۵ متره مربع ځمکه چې د کابل ښار، شهرنو سیمه کې موقعیت لري د پانګونې لپاره وړاندې کوي.
ټول هغه اشخاص، سوداګر، پانګهوال او مؤسسې چې غواړي په یاد ملکیت باندې پانګونه وکړي، کولای شي چې د پانګونې د شرایطو، طرزالعمل او نورو اړوندو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د دې خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۵ کاري ورځو پورې د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت د تدراکاتو مدریت ته مراجعه وکړي.
یادونه: د یاد ملکیت د پانګونې تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د غوښې او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکت، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
0202304456