د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د آريانا ځانګړې B737-300 چارتر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
1405/6/30 00:00
Mumtaz خبرونه

د آريانا ځانګړې B737-300 چارتر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت د نويو پرمختګونو په دوام، د دې شرکت يوه ځانګړې B737-300 چارتر کارګو الوتکه نن کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د سوداګريزو اموالو د انتقال په موخه به د نړيوالو سکټورونو لپاره ځانګړې شي.
 
دغه کارګو الوتکه يو مسير د شاوخوا ۱۷ ټنه وزن د لېږد-رالېږد ظرفيت لري او د محتده عربي اماراتو د (اير چارټر ايکسپريس) کمپنۍ سره يې د يوکال لپاره رسمي تړون ترسره شوی دی.
 
د آريانا افغان هوايي شرکت اجرائیوي رئيس ملا بخت‌ الرحمن شرافت وايي، چې د هوايي کارګو شبکې د پراختيا، د ملي اقتصاد د پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو او انتقالاتو د زياتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړولو په موخه د آريانا هڅې دوام لري.
 
د یادونې وړ ده چې د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا فرصت برابر شي، ترڅو افغاني محصولات او توليدات پر وخت په ارزانه، خوندي، منظمه او چټکه توګه نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.