د امارتي شرکتونو عمومي رئیس ایران کې د ا.ا.ا له سفارت څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي په ایران کې د ا.ا.ا له سفارت څخه د لیدنې په ترڅ کې، د یاد سفارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او د سفارت له کارکوونکو سره ناسته وکړه.
د لیدنې په پیل کې د مولوي فضل محمد حقاني له لوري د سفارت د فعالیتونو، ترسره شویو چارو او هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.
ورپسې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس په ایران کې د ا.ا.ا سفیر او د سفارت د کارکوونکو هڅې او فعالیتونه وستایل او د چارو په ترسره کولو کې یې ورته د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړه.
همداراز ښاغلي بلال، په دغه هېواد کې افغان مهاجرینو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو او د اړوندو چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ په اړه خپل نظرونه او سپارښتنې شریکې کړې.