د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په نوې ډیلي کې د اوخلا د فاضلابو له تصفیه‌خونې څخه لیدنه وکړه

1405/7/1 12:18
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په نوې ډیلي کې د اوخلا د فاضلابو له تصفیه‌خونې څخه لیدنه وکړه
 
د امارتی شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د فاضلابو چارو رئیس انجنیر فایق‌الله جمال او د شرکت د فاضلابو چارو ریاست انجنیر مسعود ظفر په ملتیا، د فاضلابو د مدیریت او تصفیې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ د پېژندنې او له اغېزمنو تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه، په نوې ډیلي کې د ډیلي د اوبو بورډ (Delhi Jal Board – DJB) اړوند د اوخلا د فاضلابو له تصفیه‌خونې څخه لیدنه وکړه.
 
 په دې غونډه کې د اوخلا د فاضلابو د تصفیه‌خانې طراح انجنیر د یوه پریزنټېشن له لارې د تخنیکي موضوعاتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل؛ په دې معلوماتو کې په تصفیه‌خونه کې کارېدونکې ټکنالوژي، د تصفیه‌خونې ظرفیت، په ټاکلې موده کې د تصفیه کېدونکو فاضلابو اندازه، د تصفیې له بهیر څخه د ترلاسه کېدونکو موادو د کارونې څرنګوالی او د تصفیه شوو اوبو د استفادې څرنګوالی شامل وو.
 
ورپسې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو چارو رئیس، انجنیر فایق‌الله جمال د  یاد شرکت په استازیتوب، د یوه جلا پریزنټېشن له لارې په کابل ښار کې د ګلباغ په سیمه کې د جوړېدونکې فاضلابو د تصفیه‌خونې د تخنیکي مشخصاتو، مساحت او ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت پلاوي د اوخلا د فاضلابو تصفیه‌خونې د بېلابېلو برخو سربېره، له لابراتوار، بېلابېلو سیستمونو او اړوندو تاسیساتو څخه هم لیدنه وکړه.
 
په پای کې، دواړو لوریو په افغانستان کې د تطبیق وړ سیستمونو او ټکنالوژیو د کارونې په اړه بحث وکړ او پرېکړه وشوه ترڅو هغه ټکنالوژۍ او سیستمونه چې د افغانستان له شرایطو او شته امکاناتو سره د تطبیق وړ وي، په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او د هېواد د فاضلابو د تصفیې په پروژو کې د هغوی د انتقال او کارونې لپاره زمینه برابره شي.