د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له ازبیکستاني انجینرانو سره ولیدل
د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس له ازبیکستاني انجینرانو سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د بغلان بورې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ملا باران قدرت په خپل کاري دفتر کې له دوو تنو ازبیکستاني انجنیرانو سره ولیدل او د روانو چارو، فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل.
ورپسې یادو انجنیرانو د همکاریو زیاتولو په موخه د شرکت د فعالیتونو او هغو کلنیو مصارفو په اړه لومړني معلومات ترلاسه کړل چې د شرکت د فعالیتونو دوام او د لبلبو تولید لپاره ورته اړتیا ده.
د یادونې وړ ده چې د دې لیدنې موخه د بغلان د بورې امارتي شرکت د صنعتي او کرنیزو فعالیتونو، تخنیکي امکاناتو او کلنیو مصارفو ارزونه، او د لبلبو د تولید او پروسېس په برخه کې د احتمالي همکاریو د څرنګوالي څېړل و.