د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د معارف مطبعې امارتي شرکت د اداري ودانۍ د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

1405/7/1 12:23
Mumtaz خبرونه

د معارف مطبعې امارتي شرکت د اداري ودانۍ د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معارف مطبعې امارتي شرکت د مسؤولینو په دوامدارو هڅو او د فرهنګي بنسټ د بلاعوضې مرستې په جلبولو سره د خپلې اداري ودانۍ د دوو پوړونو یوه برخه د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت او د مسلکي انجنیرانو پرمټ، په اساسي او معیاري بڼې سره بیا ورغوله.
 
د دغې اداري ودانۍ د بیارغونې چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې او د ورځنیو اداري چارو د پرمخ وړلو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
د یادونې وړ ده چې دغه اقدام کارکوونکو ته د ارام چاپېریال او د مناسبو کاري شرایطو رامنځته کولو او د معارف مطبعې امارتي شرکت د اداري او مسلکي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام بلل کېږي.