د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له مالي او اداري معین سره ولیدل
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له مالي او اداري معین سره ولیدل
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس نجم الرحمن فضلي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال سره د لیدنې پرمهال د اعلاناتو برخه کې د دواړو لوریو د کاري اړتیاوو، شته ظرفیتونو او د همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د ناستې پر مهال د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس نجم الرحمن فضلي د شرکت د اعلاناتو د اړتیاوو او اړوندو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دغې برخه کې یې د لا ښې همغږۍ او منظم تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ.
د لیدنې په ترڅ کې مولوي قدرت الله جمال وویل چې د ادارو ترمنځ همغږي او منظم تعامل د ګډو موضوعاتو د ښه تنظیم لپاره مهم دی او هڅه کوو چې د اړوندو چارو برخه کې د اصولو او موجوده کاري چوکاټ له مخې لازمه همکاري او همغږي رامنځته شي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اعلاناتو اړوند چارو د لا ښه تنظیم، د موجوده ظرفیتونو د اغېزناکې کارونې او د اړتیا پر مهال د لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.