د داوطلبۍ خبرتیا!
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۸) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.
۱- مرکز، لیسه مریم، د ۱۰۲ بستریز روغتون ترڅنګ (۴۰مه) شمېره امارتي درملتون؛
۲- مرکز، د اتاترک روغتون ترڅنګ (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛
۳- مرکز، د قصبې صدري روغتون ترڅنګ (۲۲مه) شمېره امارتي درملتون؛
۴- د هرات ولایت، د حوزوي روغتون ترڅنګ (۲مه) شمېره امارتي درملتون؛
۵- د ننګرهار ولایت، د حوزوي روغتون ترڅنګ (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون؛
۶ـ د غزني ولایت، د اندړو ولسوالۍ روغتون ترڅنګ (۳مه) شمېره امارتي درملتون؛
۷ - د کندز ولایت، د حوزوي روغتون ترڅنګ (۲مه) شمېره امارتي درملتون؛
۸ - د پروان ولایت، د ولایتي روغتون ترڅنګ (۲مه) شمېره امارتي درملتون؛
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړونده شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د درملتونونو د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۰۸ نېټې، چهارشنبې ورځ د سهار پر ۹:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
یادونه: تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو له مخې اخیستل کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دوشمشېره ـ کابل