کابل کې د درېیو سب سټېشنونو پراختیا پروژو د چارو په پیل مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رئیس انجنیر سردارولي وینا
کابل کې د درېیو سب سټېشنونو پراختیا او د کابل شنو صنایعو پارک څخه د پروان باریکاب تر صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پروژو د چارو په پیل مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رئیس انجنیر سردارولي وینا:
د نن ورځې پیل کېدونکې پروژې صنعت کارانو او سوداګرو ته د ډاډمنې برېښنا چمتو کولو لپاره یو ارزښتناک بنسټیز ملاتړی ګام دی؛ کابل ښار ګڼ مېشتی شوی، صنعت مخ پر ودې دی او د برېښنا اړتیاوو ځوابولو لپاره موږ د تاسیساتو ظرفیت لوړونې دا ملاتړې پروژې تطبیق کوو.
د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا رالېږد پروژې لپاره له وړاندې د شبکو او سب سټېشنونو ظرفیت لوړونه اړینه ده چې له نیکه مرغه نن موږ د همداسې بنسټیزو پروژو چارو پیل پرانېستنه کوو؛ همدارنګه به د سب سټېشنونو ظرفیت لوړونې سره د اړوند ساحو او صنعتي برخو لپاره ډاډمنه او دوامداره برېښنا چمتو شي.