کابل کې د درېیو سب سټېشنونو پراختیا پروژو د چارو په پیل مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار وینا
کابل کې د درېیو سب سټېشنونو پراختیا او د کابل شنو صنایعو پارک څخه د پروان باریکاب تر صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پروژو د چارو په پیل مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار وینا:
د ا.ا.ا د برېښنا سربېره ټولو عامه خدماتي برخو کې په کار بوخت دی او د پروژو چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي، دا ټول د هېوادوالو هوساینې لپاره دي؛ ولس پر موږ باندې د ډاډمنو خدماتو حق لري، موږ د دوی حق اداینې لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې ده.
موږ چې د صنعتي برخو لپاره چې پروژې پلي کوو، د روښانه او پر ځان بسیا راتلونکې لپاره سترې هیلې په رېښتیا بدلوي؛ د پانګه والو له لوري تر کار لاندې پروژې به د ولس اړتیاوې پوره کړي او زموږ هېواد به ځان بسیاینې ته ژر ورسوي.
هېواد کې شته شبکه د ۶۰ کلونو پخوانۍ ده، چې موږ یې د اصلاح او پیاوړتیا لپاره کار پیل کړی او په چټکۍ پر مخ روان دی؛ همداراز موږ د برېښنا له صادراتي هېوادونو څخه پوروړي نه یوو، خو ټول پېرودونکي باید دا خپل یو مکلفیت وګڼي چې د برېښنا لګښت پیسې پر وخت تحویل کړي.