د امارتي شرکتونو لوي ریاست

کابل کې د درېیو سب سټېشنونو پراختیا پروژو د چارو په پیل مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال وینا

1405/7/1 12:38
Mumtaz خبرونه

کابل کې د درېیو سب سټېشنونو پراختیا او د کابل شنو صنایعو پارک څخه د پروان باریکاب تر صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو پروژو د چارو په پیل مراسمو کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال وینا:
د شرکتونو عمومي ریاست د هېواد اقتصادي خودکفایۍ لپاره رامنځته شوی دی، چې له نیکه مرغه ګڼې لاسته راوړنې لرو.
برېښنا د یو هېواد په ټولو اقتصادي پراختیايي برخه کې اساسي عنصر دی، چې له نیکه مرغه نن موږ پر اړوند پروژو کار کوو؛ د روانو پروژو کاري بهیر ته په کتو د برېښنا برخه کې د اړتیاوو ځوابولو یوه څرګنده هیله شته؛ موږ تېر کال کې د برېښنا برخه کې ۷۴ میلیارده افغانۍ پانګونه کړې ده، چې دا په تاریخ کې تر ټولو لویه پانګونه ده.
هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او صنعتي پراختیا لپاره د برېښنا پروژو تطبیق هېواد ځان بسیاینې ته رسوي؛ همداراز د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو هڅې د ستایلو دي، دوی په سختو حالاتو کې تخنیکي ستونزې حل کوي او ورته په وخت رسېدنه کوي.