د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د غزني ولایت پر نشه یي توکو د روږدو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

1405/7/1 12:40
Mumtaz خبرونه

د غزني ولایت پر نشه یي توکو د روږدو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې د غزني ولایت پر نشه یي توکو د روږدو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
په لېږدول شویو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، بوره، مالګه، رُب، شین چای او نور اړین توکي شامل دي، چې د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد روغتون ته سپارل شوي دي. 
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه دوام لري.