د امارتي شرکتونو لوي ریاست

جوزجان کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریز مارکېټ او پمپ سټېشن پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

1405/7/1 12:43
Mumtaz خبرونه

جوزجان کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریز مارکېټ او پمپ سټېشن پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت د استول شوي پلاوي له لوري د جوزجان ولایت مقام استازو، مسؤولینو، قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو په شتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یاد ولایت کې د یو سوداګریز مارکېټ او پمپ سټېشن پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 
یاده پروژه چې د جوزجان ولایت په مرکز کې پلي شوې ده د ستر پلورنځي، مسجد شریف، د اودس او موټر وینځلو ځایونو سربېره یو سوداګریز مارکېټ هم لري؛ د دغې پروژې د ګټې‌اخیستنې په مراسمو کې مسؤولینو په هېواد کې د پانګونې، د زیربناوو پراختیا، د خدماتي او اقتصادي تأسیساتو د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
د یادونې وړ ده چې ځايي اوسېدونکو هم د دغې پروژې له ګټې‌اخیستنې هرکلی وکړ او په یاد ولایت کې یې د ورته اقتصادي او زیربنايي پروژو د دوام غوښتنه وکړه.