د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، د کیفیت لوړولو او د لګښتونو کمولو په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د (۱۴۰۲) مالي کال د مالي صورتحسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه
د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، د کیفیت لوړولو او د لګښتونو کمولو په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د (۱۴۰۲) مالي کال د مالي صورتحسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه، چې تشخیصیه شمېره یې (NVAEC/1405/NCB/A23) ده، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
له همدې امله، ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو څخه چې د مالیې وزارت د افغانستان مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) جواز ولري، بلنه ورکول کېږي چې د روان کال د تلې میاشتې له ۲مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د https://shorturl.at/uYiy0 لېنک ته او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ له دقیقې مطالعې وروسته دې خپل وړاندیزونه د مندرجو شرایطو سره سم ترتیب او په ټاکلې نېټه دې یادې ادارې ته وسپاري.
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۱۲ نېټې، د یکشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۲۲ نېټې، د پنجشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پنځم پوړ په ۱۴۳مه شمېره شعبه کې ترسره کېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي وړاندېزونه په پروسه کې شامل نه دي.
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه – کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af