د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت لپاره، نوی اجرائیوي رئیس معرفي شو
1404/10/22 00:00
Mohammad Nabi خبرونه

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت لپاره، نوی اجرائیوي رئیس معرفي شو 


نېټه: دوشنبه/ ٢٢ / رجب المرجب/ ۱۴۴۷ هـ ق 


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او اروزنې مرستیال مولوي محمودشاه زاهد، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث نورمحمد او نورو مسؤولینو، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت، د نوي اجرائیوي رئیس معرفت غونډه کې ګډون ترسره کړ. 


مولوي محمودشاه زاهد، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت کارکوونکو ته نوی اجرائیوي رئیس، مولوي محمد شفیق محمود معرفي کړ او په چارو کې یې ورته د اخلاص او ښه خدمت ترڅنګ د نویو پرمختګونو هیله څرګنده کړه. 


ښاغلي زاهد، په اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل یاد کړ او د یاد امارتي شرکت کارکوونکو ته یې د وخت د ارزښت، په چارو کې د چټکتيا او د اداري مسؤولیت پذیرۍ په تړاو سپارښتنې وکړې. 


همدارنګه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین، شیخ‌الحدیث نورمحمد پر هېواد د اسلامي نظام حاکمیت د شکر ځای یاد کړ او له شته نظام څخه ساتنه او خدمت یې، د ټولو افغانانو مسؤولیت وګاڼه.