د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د مدیره هیئت ناسته وشوه
1404/12/4 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د مدیره هیئت ناسته کې د یاد شرکت اجرائیوي رئیس، د سوداګریزو چارو رئیس، د اقتصاد وزارت استازي، د صنعت او سوداګرۍ استازي او د مدیره هیئت رئیس ګډون کړی و. په دې ناسته کې د هلمند بُست د پنبي او نباتي غوړيو امارتي شرکت، د ۱۴۰۵ هـ ل کال، مالي، سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو د منظورۍ، د ۱۴۰۵ هـ ل کال، د تشکيل او نور مهمو موضوعاتو د حل په موخه لازم بحثونه وشول. د یادونې وړ ده چې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د پنبې، غوړیو او کنجاړې تولید او پروسېس په برخه کې فعالیت ترسره کوي.