د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، د کیفیت لوړولو او د لګښتونو کمولو په موخه، د ارزاقو امارتي شرکت د (۱۴۰۳) مالي کال د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه،

1405/7/1 12:45
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، د کیفیت لوړولو او د لګښتونو کمولو په موخه، د ارزاقو امارتي شرکت د (۱۴۰۳) مالي کال د مالي صورت‌حسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د ګمارنې پروسه، چې تشخیصیه شمېره یې (ARZAQ/1405/AR04) ده، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
 
له همدې امله، ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو ته چې د مالیې محترم وزارت د افغانستان مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) جواز ولري، بلنه ورکول کېږي چې د روان کال د تلې میاشتې له ۴مې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره د https://shorturl.at/uYjy0 لېنک ته او یا هم په حضوري ډول د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ له دقیقې مطالعې وروسته دې خپل وړاندیزونه د مندرجو شرایطو سره سم ترتیب او په ټاکلې نېټه دې یادې ادارې ته وسپاري.
 
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۱۴ نېټې، د سه شنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۷/۲۵ نېټې، د شنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د پنځم پوړ په ۱۴۳مه شمېره شعبه کې ترسره کېږي.
 
یادونه: ناوخته رسېدلي وړاندېزونه په پروسه کې شامل نه دي.
 
پته: د امارتي شرکتونو عمومي ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه – کابل
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af