د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ملي بس امارتي شرکت ماموریت، لید او لنډه پېژندنه

1405/7/2 09:26
Mumtaz خبرونه

د ملي بس امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
 
د شرکت نوم: ملي بس امارتي شرکت
د شرکت ډول: خدماتي
د جوړېدو کال: ۱۳۵۴هـ.ل
پته: زاړه مکروریان، ۱۶ ناحیه ـ کابل
 
د شرکت لنډه تاریخچه:
د ملي بس امارتي شرکت د لومړي ځل لپاره په ۱۳۲۴هـ.ل کال کې د حفیظ الله او مهتاب الدین په نوم دوه تنو له لوري او د ملي بانک د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لومړنۍ پانګې د سرویس په نوم د یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت په توګه په فعالیت پیل وکړ.
 
په ۱۳۵۴هـ.ل کال کې یې یو ځل بیا د مالیې وزارت تر چتر لاندې د دولتي شرکت په توګه په فعالیت پیل وکړ؛ د یو څه وخت په تېریدو سره د ملي بس شرکت د رهبرۍ چارې د ټرانسپورټ وزارت ته وسپارل شوې چې هغه وخت یې ۱۹ ولایاتي څانګې فعالې وې او ۵ ګاونډیو هېوادونو ته یې مسافر لېږدول.
 
په ۱۴۰۰هـ.ل کال کې د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره، د یاد امارتي شرکت ویجاړ او زیانمن شوي بسونه بېرته فعال شول چې اوسمهال د کابل  ښار په ۱۲ مسیرونو کې۹۲ بسونه او د ۵ فعالو ولایاتي څانګو په ۱۴ مسیرونو کې ۲۱ بسونه فعالیت ترسره کوي.
 
ماموریت
 د هېواد په ټولو ګڼ میشتو ښارونو کې بې وزلو ښاریانو او هېوادوالو ته پر وخت، د لاسرسي وړ، ډاډمنې، خوندي او په مناسبه بیه عامه ښاري ټرانسپورټي چوپرتیاوې وړاندې کوي.
 
لید
 هېوادوالو ته په ملي او نړیواله کچه ارزانه او معیاري ټرانسپورټي چوپړتیاوې وړاندې کول.
 
بنسټیز ارزښتونه
•             ډاډمنیتا: د مسافرینو امنیت او خوندیتوب په پام کې نیول.
•             ثبات: د اوږد مهاله اقتصادي، ټولنیز او د ژوند چاپېریال د اغېزو په پام کې نیولو سره د هېوادوالو ګټه.
•             یووالی او رښتینولي: د رښتینو او پر وخت کړنو له لارې د کارکوونکو او مسافرینو ترمنځ د اعتماد او مسؤولیت منلو دود کول.
•             ټولنیز عدالت او برابري: خدمتونو او فرصتونو ته د ټولنې د مظلوم قشر د لاسرسي زیاتول او په ټولنه کې د سرچینو عادلانه تخصیص.
•             ژمنتیا: د غوره ټرانسپورټي چوپړتیاوو وړاندې کول.
•             درناوی: پېرودونکو او عرضه کوونکو ته دوه اړخیز درناوی کول.
 
د فعالیت ساحه
د فعالیت سکټور: عامه ټرانسپورټ
د بازار ساحه: داخلي بازار
 
اصلي چوپړتیاوې
د دوه دروازې لرونکي مختلف ماډل کاسټر او بس ډوله وسایطو څخه په ګټې اخیستنې، په ځانګړو مسیرونو کې هېوادوالو ته د مسافرو لېږد-رالېږد چوپړتیاوې وړاندې کول.