د امارتي شرکتونو لوي ریاست

آریانا افغان هوايي شرکت سږ کال په ۱۰ غوره هوايي شرکتونو کې اووم مقام خپل کړ

1405/7/2 09:31
Mumtaz خبرونه

آریانا افغان هوايي شرکت سږ کال په ۱۰ غوره هوايي شرکتونو کې اووم مقام خپل کړ
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت په تېر ۲۰۲۵ کال کې د منځنۍ آسيا د ۴۵ هوايي شرکتونو په منځ کې د ۱۰ غوره هوايي شرکتونو په نوملړ کې اتم مقام درلود چې اوس یې اووم مقام خپل کړی دی.
 
د آريانا شرکت د مسؤولینو او پرلپسې هڅو، د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو او د فعالیتونو د پراختیا په پایله کې، د ۲۰۲۶ کال د منځنۍ آسيا د ۴۵ هوايي شرکتونو له جملې په ۱۰ غوره هوايي شرکتونو کې اووم مقام ترلاسه کړی دی، چې دا پرمختګ د افغانستان د ملکي هوايي چلند او د هېواد د ملي هوايي شرکت لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کېږي.
 
د یادونې وړ ده، چې د نړۍ د هوايي چلند او هوايي شرکتونو د کیفیت او خدماتو د ارزونې او درجه‌ بندۍ په برخه کې مشهوره نړیواله اداره Skytrax هر کال د هوايي شرکتونو فعالیتونه او خدمات ارزوي او د خپلو ځانګړو معیارونو پر بنسټ یې درجه ‌بندي کوي.