د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم ساختماني پروژه آریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته وسپارل شوه

1405/7/4 11:08
Mumtaz خبرونه

د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم ساختماني پروژه آریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته وسپارل شوه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د چپرهار یوه سیفون د ترمیم ساختماني پروژه، د دغه شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د اوبولګولو د تخنیکي ساتنې او څارنې آمریت له لوري د آریانا سپین غر لوژستیکي او ساختماني شرکت ته وسپارل شوه.
 
ټاکل شوې چې د یادې پروژې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت، چې د ۴۰ مترو سنکارۍ دېوالونو جوړول، کندن‌کاري، د اوسپنیز کانکریټ کارونه، انګاف او نور ساختماني فعالیتونه پکې شامل دي، د ۷۵ کاري ورځو په موده کې بشپړه شي او له اساسي ترمیم او جوړولو وروسته یاد سیفون بېرته د استفادې وړ وګرځې.
 
د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کې به شاواخوا ۲۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.