د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د اصلاح شويو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هېواد د شمال او شمال‌ختیځ زون له استازولیو څخه لیدنه وکړه

1405/7/4 11:10
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شويو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هېواد د شمال او شمال‌ختیځ زون له استازولیو څخه لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د اصلاح شويو تخمونو اوکرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالله عزام او ورسره مل پلاوي د شرکت د ولایتي استازولیو د فعالیتونو بهیر د ارزونې، د کاري همغږۍ د پیاوړتیا څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د هېواد د شمال او شمال‌ختیځ زون په بغلان، کندز، بلخ، جوزجان ولایتونو او د قوشتېپې فارم کې له اړوندو استازولیو څخه لیدنه وکړه.
 
د دغو لیدنو پر مهال د تولید بهیر، فني او تخنیکي چارو او د استازولیو اداري فعالیتونه له نږدې وارزول شول؛ همدارنګه د کار د کیفیت د ښه والي، د چارو د بهیر د چټکتیا، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کاري همغږۍ د کچې د لوړولو په موخه لازمې لارښوونې ترسره شوې.
 
ښاغلی عزام د یاد شرکت د استازولیو له مسؤولینو او کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه هم واورېدل او د شته ستونزو د حل او د کاري وضعیت د ښه والي په برخه کې یې پر لازمې پاملرنې ټینګار وکړ.