د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د بیارغونې چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوې

1405/7/4 11:12
Mumtaz خبرونه

د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د بیارغونې چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوې
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د درملو ډیپوګانو، د ودانۍ رنګولو او ځینو زیانمنو شویو برخو د بیارغونې چارې نږدې  ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
 
د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي نجم الرحمن فضلي د دغو چارو د روان بهیر په اړه وویل چې د یوې ادارې منظم، پاک او مناسب کاري چاپېریال د ورځنیو چارو د ښه ترسره کېدو لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ موږ هڅه کوو چې د شرکت ودانۍ د ساتنې، ښکلا او بیارغونې چارې په معیاري ډول ترسره شي.
 
همداراز ښاغلي فضلي زیاته کړه چې د ودانۍ د رنګولو او بیارغونې چارې باید د ټاکل شوو معیارونو او د قرارداد د شرایطو مطابق ترسره شي، ترڅو د ترسره شویو کارونو کیفیت او دوام دواړه ډاډمن شي.
 
د یادونې وړ ده چې د دغو چارو موخه د شرکت د کاري چاپېریال لا ښه تنظیم، د اداري ودانۍ ساتنه، د کارکوونکو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د مراجعینو لپاره د منظم اداري چاپېریال برابرول دي.