د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند د اندراپورام  فاضلابو تصفیه‌خانې څخه لیدنه وکړه

1405/7/4 11:36
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د هند د اندراپورام  فاضلابو تصفیه‌خانې څخه لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم او ورسره ملا پلاوي د هند د نوي ډیلي ښار اړوند د (Delhi JAL BOARD) ادارې د اندراپورام فاضلابو تصفیه‌خانې څخه لیدنه وکړه.
 
د یادې لیدنې په ترڅ کې د تصفیه‌خانې مسؤولینو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له پلاوي هرکلی وکړ او د یادې تصفیه‌خانې د ظرفیت، فعالیت بهیر، د تصفیې سیسټمونو او د فاضلابو د مدیریت د څرنګوالي په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
 
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د تصفیه‌خانې مسؤولینو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو او د لیدنې د زمیني برابرولو له امله مننه وکړه او د تصفیه‌خانې  بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه ترسره کړه؛ ښاغلی کظیم د فاضلابو د تصفیې په بهیر کې له کارېدونکو سیسټمونو او ټکنالوژیو سره له نږدې بلدتیا ترلاسه کړه.
 
د یادونې وړ ده چې د شرکت اجرائیوي رئیس  په افغانستان کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو خدماتو د پراختیا او ښه والي په موخه د هند له نوې ټکنالوژۍ او تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ.