آریانا د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړې دي
آریانا د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړې دي
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت د ملي سوداګرو او د سوداګریزو اموالو د لېږد-رالېږد د اسانتیا په موخه د کابل – ډهلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړي دي او هره ورځ دوې منظمې کارګو الوتنې ترسره کوي؛ په داسې حال کې، چې مخکې هره ورځ پر ياد مسير يوازې يوه الوتنه ترسره کېدله.
د دغو منظمو او ورځنیو کارګو الوتنو له لارې افغان سوداګر او شرکتونه کولای شي خپل سوداګریز توکي په چټک، خوندي او باوري ډول د افغانستان او هند ترمنځ ولېږدوي او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره له دې مهم هوايي فرصت څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې د آریانا افغان هوايي شرکت هڅه کوي، چې د هېواد د سوداګرۍ د ودې، د ملي سوداګرو د اړتیاوو پوره کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره د هوايي کارګو خدمتونه لا پراخ او چټک کړي.