د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت پلاوي د ډیلي جل بورډ له رئیس سره وکتل

1405/7/4 15:01
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت پلاوي د ډیلي جل بورډ له رئیس سره وکتل
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي د هند د بهرنیو چارو وزارت او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د استازو په حضور کې، د ډیلي جل بورډ (Delhi Jal Board – DJB) له رئیس سره وکتل.
 
په دې ناسته کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د شرکت د تأسیساتو، سیسټمونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاري فاضلابو د خدماتو د پراختیا او ښه والي لپاره یې د شرکت پر هڅو ټینګار وکړ.
 
ښاغلي کظیم په هند کې د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د معیاري سیسټمونو او نوې ټکنالوژۍ کارونه مهم وبلل او له ډیلي جل بورډ څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د شرایطو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د فاضلابو د سیسټمونو د عصري کولو، د مناسبو تصفیه‌خونو د جوړولو او د نوې ټکنالوژۍ د پلي کولو په برخو کې له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره تخنیکي همکاري وکړي، څو په هېواد کې د فاضلابو د مدیریت د ښه والي لپاره له شته تجربو او معیاري لارو چارو څخه ګټه واخیستل شي.
 
ورپسې د ډیلي جل بورډ (Delhi Jal Board – DJB) رئیس د دغې ادارې د مسؤولیتونو او فعالیتونو، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو د تولید او وېش، د فاضلابو د راټولولو، تصفیې، دفعې او مدیریت په اړه او د نوي ډیلي ښار د فاضلابو د تصفیه‌ خونو په سیسټمونو کې د کارېدونکو ټکنالوژیو په اړه یې معلومات وړاندی کړل.
 
د ډیلي جل بورډ (Delhi Jal Board – DJB) رئیس ډاډ ورکړ چې د ډیلي جل بورډ اداره به د غیرمتمرکزو فاضلابو سیسټمونو د رامنځته کولو او د افغانستان د اړتیاوو او شرایطو له مخې د مناسبو فاضلابو تصفیه‌خونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي؛ نوموړي د تأسیساتو د عملیاتي چارو، ساتنې او مراقبت او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې د خپلې ادارې د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړ.
 
د یادونې وړ ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت استازي هم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له پلانونو او فعالیتونو هرکلی وکړ او په اړوندو برخو کې یې د دغه وزارت او نورو هندي ادارو د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.