د ارزاقو امارتي شرکت نیمروز او زابل ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول
د ارزاقو امارتي شرکت نیمروز او زابل ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د نیمروز ولایت پر نشه یي توکو د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
همداراز د زابل پوهنتون لیلیې ته ۹ قلمه او پر نشه یي توکو د روږدو درملنې روغتون ته ۷ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د یادونې وړ ده چې ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد بهیر په ټول هېواد کې دوام لري.