د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د افغان پُست امارتي شرکت مسؤولینو د هېواد د جنوب لوېدیځو ولایتونو له پُست خونو لیدنه وکړه

1405/7/5 12:40
Mumtaz خبرونه

د افغان پُست امارتي شرکت مسؤولینو د هېواد د جنوب لوېدیځو ولایتونو له پُست خونو لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د افغان پُست امارتي شرکت د سوداګریزو او تخنیکي چارو مرستیال انجنیر حامد ناصري د یوه پلاوي په ملتیا، د فعالیتونو ارزونې، د کاري همغږۍ پیاوړتیا او د پُست‌ خونو له وضعیت څخه د لا ښه پوهاوي په موخه د غزني، زابل، ارزګان، هلمند، نیمروز، او کندهار ولایتونو له پُست‌ خونو څخه لیدنه وکړه.
 
 د دغو لیدنو په ترڅ کې د پُست ‌خونو تخنیکي چارې، اداري فعالیتونه او د چوپړتیاوو بهیر له نږدې وڅاره او د کار د کیفیت ښه والي، د چارو د بهیر چټکتیا، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کاري همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
 
د افغان پُست امارتي شرکت د سوداګریزو او تخنیکي چارو مرستیال د پُست ‌خونو له مسؤولینو او کارکوونکو سره د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د شته امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې به د ستونزو د حل، د اړتیاوو پوره کولو او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.