د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت او عزیزي انرژي ګروپ ترمنځ آنلاین غونډه وشوه
د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت او عزیزي انرژي ګروپ ترمنځ آنلاین غونډه وشوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د تخنیکي پلاوي او د عزیزي انرژي ګروپ د مسؤولینو ترمنځ د پلخمري د ډبرو سکرو د معدني حوزې له ساحو څخه د استفادې تړون د ارزونې او زمینې برابرولو په موخه آنلاین غونډه ترسره شوه.
په دې آنلاین غونډه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د کانونو په برخه کې د ګډو همکاریو او د یوې ملي حرارتي برېښنا د تولید پروژې لپاره د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د استفادې د زمینې برابرولو پر څرنګوالي نظرونه شریک کړل.
د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت تخنیکي رئیس انجنیر ایمل اریوبي د هېواد له معدني سرچینو څخه پر اصولي او معیاري استفادې ټینګار وکړ او له عزیزي انرژي شرکت سره یې د کانکیندنې اړوندو قوانینو او طرزالعملونو په چوکاټ کې د همکاریو لپاره د دغه شرکت چمتووالی څرګند کړ.
همدارنګه، په دې ناسته کې د لا ډېرو همغږیو پر دوام، د تخنیکي او اقتصادي اړخونو پر ارزونه او د دواړو لوریو ترمنځ د پروتوکول د لاسلیک لپاره د اړینو پړاوونو پر بشپړولو هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې دغه همکاري کولای شي د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د لا غوره استفادې او د حرارتي برېښنا د تولید لپاره د اړینو لومړنیو موادو د برابرولو زمینه برابره کړي.