د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کارکوونکو ته د جغرافیايي معلوماتي سیسټم (GIS) روزنیز ورکشاپ جوړ شو

1405/7/6 11:04
Mumtaz خبرونه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کارکوونکو ته د جغرافیايي معلوماتي سیسټم (GIS) روزنیز ورکشاپ جوړ شو
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه، د جغرافیايي معلوماتي سیسټم (GIS) په برخه کې د انجنیرانو لپاره درې‌ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
 
د ورکشاپ د پرانېستې په مراسمو کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د مسلکي پوهې د تازه کولو او د نوو تجربو د ترلاسه کولو پر اهمیت خبرې وکړې؛ نوموړي وویل چې علم او ټکنالوژي هره ورځ د پرمختګ په حال کې ده او د لا اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوي تجهیزات او لارې چارې رامنځته کېږي؛ له همدې امله اړینه ده چې کارکوونکي د نوې پوهې او مهارتونو په زده‌کړې سره خپل مسلکي ظرفیتونه لوړ او د شرکت خدمتونه د اوسنیو اړتیاوو له مخې لا ښه کړي.
 
همدارنګه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس شیخ سمیع‌الله نورستاني، د کارکوونکو د مسلکي روزنې او ظرفیت لوړونې اهمیت ته په اشارې وویل چې کار اهل کار ته سپارل دا ایجابوي چې کارکوونکي د هر بست او دندې د اړتیاوو له مخې وروزل شي، ظرفیتونه یې لوړ شي او مسلکي کسان په اړوندو برخو کې پر دندو وګمارل شي.
 
نوموړي کارکوونکي وهڅول چې له برابر شوو روزنیزو فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي، نوې پوهه او تجربې ترلاسه کړي او خپلې زده‌کړې له نورو همکارانو سره د اوبو رسولو په ټولو زونونو کې شریکې کړي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه درې‌ ورځنی روزنیز ورکشاپ  د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اداري ریاست له لوري جوړ شوی، چې په کې د اجرائیوي ریاست د استازو په ګډون، د شرکت ۴۳ کارکوونکو د اوبو رسولو له شپږو زونونو او د زرنج ریاست څخه ګډون کړی دی.