د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رئیس معرفي شو
د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کارکوونکو چارو رئیس ملا محمد هاشم فرهادوال له لوري د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د مالي او اداري چارو ریاست لپاره، عید محمد عبیدي د نوي رئیس په توګه معرفي شو.
د معرفت غونډې په پیل کې ملا محمد هاشم فرهادوال، نوي ګمارل شوي رئیس ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې ټول کارکوونکي باید له ښاغلي عبیدي سره په چارو کې مرسته وکړي ترڅو د خلکو غوښتونو ته پر وخت سره رسېدنه وشي.
همداراز د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس احمد فردین ضیائي، د مالي او اداري چارو رئیس په راتګ سره خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د یاد شرکت د چارو د لاښه تنظیم په موخه به ورسره بشپړه همکاري او همغږي رامنځته کوي.
د یادونې وړ ده چې د معرفت دغه غونډه د خیر، بریا او په نوې دنده کې د لا ډېرو پرمختګونو رامنځته کولو په دعائې سره پای ته ورسېده.