له مرکزي رئیسانو سره د هند د سفر د تجربو شریکولو په موخه غونډه جوړه شوه
له مرکزي رئیسانو سره د هند د سفر د تجربو شریکولو په موخه غونډه جوړه شوه
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم، هند ته له رسمي سفر څخه تر راستنېدو وروسته، د شرکت د مرکزي ریاستونو او بېلابېلو برخو له مسؤولینو سره، د دغه سفر تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړې.
په دغې غونډه کې د شرکت اجرائیوي رئیس د سفر په ترڅ کې د ترسره شویو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ نوموړي د هندي ادارو له مسؤولینو سره د ترسره شوو ناستو، د اوبو او فاضلابو له تأسیساتو او تصفیهخونو څخه د لیدنو، او د ښاري اوبو او فاضلابو د مدیریت له نوو لارو چارو سره د بلدتیا په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د اوبو سرچینو او ښاري فاضلابو د مدیریت په برخه کې د بریالیو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هند د اوبو او فاضلابو ادارې مسؤولینو د پرمختللو سیسټمونو، نوې ټکنالوژۍ او د اوبو رسولو تأسیساتو او د فاضلابو تصفیهخونو د مدیریت او ګټې اخیستنې له طریقو سره د بلدتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د شرکت مرکزي رئیسانو د سفر د معلوماتو او تجربو د شریکولو له امله مننه وکړه او د شرکت په بېلابېلو برخو کې د نوو تجربو او لارو چارو څخه د ګټې اخیستنې په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل.